د اسیا پراختیا بانک له افغانستان سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو مرسته کوي

دغه بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټولې دغه پیسې د ملګرو ملتونو ادارو ته ورکول کېږي چې مصرف یې کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې مرستې له ډلې به سل میلیونه ډالره د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیونه افغانان تر پوښښ لاندې راولي. او دغه راز دوه سوه میلیونه ډالره یونېسف ته ورکول کېږي چې په لسو ولایتونو کې د ۷ نیم میلیونه ماشومانو ملاتړ پرې وکړي او پاتې سل میلیونه یې د کرنیزو فعالیتونو پر ملاتړ لګول کېږي.

وروستي مطالب

کندهار ارغنستان کې ګوارې چيکډيم جوړيږي

نوي مطالب

پکتیا مرکز ګردیز کې د یو جومات د جوړولو چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور