د بدخشان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز فيض آباد ښار کې د نږدې ١٦ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې دي. د فیضآباد د ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه سړک به د ٤٨٠ مترو په اوږدوالی او ۱۲ متره سور سره په معیاري ډول د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ١٥ میلیونه ٧٠٠ زره افغانیو په لګښت کانکرېټ شي. د یادولو وړ ده، چې یاد سړک د بدخشان د ښاروالۍ د پلانونو یوه مهمه برخه ده چې د سیمې اوسېدونکو لپاره به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.