د شمال او سوېل د نښلوونکي سړک د قیر اچونې چارې په چټکۍ سره راونې دي

د هېواد د شمالي او سوېلي ولایتونو نښلوونکی سړک چې ۲۰۹ کیلومټره اوږدوالی لري، د قیراچونې چارې یې نن پیل شوې. دغه سړک چې د جوړېدو پر چارو یې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګښت راځي د هېواد سوېلي ولایتونه له شمال سره نښلوي. د یاد سړک د قیراچونې چارې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال له لوري پرانېستل شوې چې د مسوولینو په وینا، ډېر ژر به بشپړې شي. اقتصادي مرستیال وايي، چې یاد سړک یې د کندهار خاکرېز ولسوالۍ کې د بي‌بي ګوهر په نوم د سربو د کان په بدل کي یوه ساختماني شرکت ته ورکړی دی. ورته مهال د ټولګټو وزارت تخنیکي امر شېرحسن خوشیوال بیا وايي چې دغه سړک ۲۰۹ کیلومتره اوږدوالی لري او تېر کال یې چارې پیل شوې وې چې اوس د قیر اچونې پروسې ته رارسېدلی دی.

وروستي مطالب

پروان کې د استنادي دېوالونو، کانالونو او سربندونو د جوړولو چارې پیل شوې

نوي مطالب

په هرات کې زلزله ځپلو ته ۲۷۰ کورنه جوړيږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور