د کابل کې په شپږیزې کې د راشد خان، محمد نبي، رحمان الله ګربز، نوین الحق او د نورو افغان نړیوالو ستوریو لوبېدل او موجودیت افغانستان ته د نورو نړیوالو لوبډلو، لوبغاړو او سیلانیانو د ورتګ له پلوه هم خورا مهم دي او وو.
د افغان نړیوالو ستوریو موجودیت د شپږیزې رنګ او رخ بدل کړل او په کابل کې یې په ځینو کوچنیو تجارتونو کې یو تحرک رامنځ ته کړی. ښايي اوس نيپال، عمان او ځینو نورو هېوادونو ته دا پوښتنه حل وي چې د لوبو لپاره خپلې لوبډلې کابل ته واستوي که نه؟ نیپال او عمان سره خبرې شوې وې. بویه که کومه بهرنۍ لوبډله په همدغو ورځو کې د لوبو لپاره کابل ته ولاړه شي. د افغانستان ټول لوبغاړي او ټوله لوبدله هم په کابل کې ده.
کرکټ باید یوازې د توپ او ډنډې لوبه نه وي او نه شي. دا “سافټ پاور” باید د یو هېواد د فرهنګ، ژبې، تاریخ او نورو ارزښتونو بیانوونکی وي. دا څو ورځې مخکې د سري لانکا د کرکټ مبصر روشان، چې شپږیزې کې تبصرې کوي، په خپل ایکس حساب کې لیکلي وو چې په پښتو کې “څنګه یي ښه يي” زده کړي او دا چې “څلوریزه څلورو منډو او شپږیزه شپږو منډو” ته وايي. په انګلیسي یې لیکلي وو. دی د کابل په ځینو تاریخي سیمو کې هم ګرځېدلی دی. که کرکټ نه وای، شاید ده په دې ډول افغانستان او افغانان پېژندلي نه وای. کرکټ په اوسني عصر کې د ډېرو هېوادونو د اقتصادي څرخ یوه مهمه پایه ده، هند یې ښه مثال دی چې آی پي ال کې میلیاردونه ډالر پانګونه کوي او سلګونه زره خلک یې پرې پايي. رب دې وطن لا اباد کړي او افغان کرکټ او لوبغاړي دې د نړۍ د سر تاج کړي. داسې ورځ دې راشي چې د نړیوال جام لوبې په ښکلي افغانستان کې وګورو او د دنیا خلک د افغانستان ښکلا وویني.
دا وطن د ټولو کور دی، باید د ټولو کور وي، شي او د ټولو وګڼل شي.
لیکوال:جعفر هاند