د فراه ولايت په مرکز کې د یوه ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې

د فراه د مرکز اړوند په برنګوټ کلي کې د ۳۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي لپاره د دوه پوړېزې ودانۍ د جوړلو چارې پیل شوې. د ياد ولایت د پوهنې رییس اختر محمد زعيم وايي، چې دغه دوه پوړیزه ودانۍ به ۱۶درسي خونو په درلودلو سره د (یو ان ایچ سي آر) موسسې له لوري د ۳۵۰زره ډالرو په لګښت د ۹مياشتو په موده کې جوړېږي. نوموړي همدارنګه وویل چې دا ښوونځی د احاطوي دیوال، د ساتونکو خونې، تشنابونو، شنه ځای، د فوټبال او سپورټ لوبغالو په درلودلو سره د سيمه ييزو وګړو له لوري په دوه جريبه وقف شوې ځمکه جوړ او د شاوخوا کليو د ۲زره زده کوونکو د ځايولو وړتيا لري. زعيم زياته کړه، چې تر دې وړاندې یاد ښوونځي ودانۍ نه درلوده، چې له کبله یې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان وو.

وروستي مطالب

په سرپل ولایت کې د سلطان ابراهیم بند د جوړولو سروې پيلیږي

نوي مطالب

په ٦ ولايتونو کې اقتصادي زونونه جوړېږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور