د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د قلعه زمان خان له ۶۰ متره سړک څخه د کابل –جلال آباد سړک په اوږدو کې د قلعه شانان سړک د پخېدو چارې پیل شوې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۲۱۰۳) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، یو کیلو متر برخه یې قیر کولو ته چمتو شوې ده او د پاتې برخې په جوړولو یې کار روان دی. دغه راز د ياد سړک په اوږدو کې د (٨٥٠) مترو په اوږدوالي د يوه کانال او د (٦٠) مترو په اوږدوالي او (١٨،٤) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ په موخه، د يوه پله جوړول هم د سړک جوړونې په دې پروژه کې شامل دي.