د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټېاخېستنې ته سپارل شوې ده. د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وایي، چې دغه شبکه د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کال په موده کې جوړه شوې، چې نږدې ۴۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي. بلخوا د لوګر ولایت ځایي چارواکو د یونیسف ادارې څخه مننه کړې، چې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې یې سږکال ګڼشمېر د څښا پاکو اوبو شبکې جوړې کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې کابو یوه میاشت وړاندې هم د یونیسف په مالي لګښت په مرکز پل علم، بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې پرانېستل شوي دي.