د ننګرهار د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست وايي چې په دور بابا ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو د شپږ پروژو د جوړېدو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به يې د يادې ولسوالۍ په لوی راغه، شګۍ، اوبلن، پړانګ درې، غوړکي او قصابه سیمو کې ۱۵۰۰ کورنۍ له پاکو اوبو برخمنې شي.