د هلمند څلورو ولسوالیو ته لمریزه برېښنا برابره شوه

د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د تامیناتي چارو معاونیت اړوند د تعميراتو مديريت له لوري په نادعلي، مارجې، ګرمسېر او نوزاد ولسوالیو کې د لمریزې برېښنا پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د امنیه قومندانۍ ویاند وویل، چې دغه پروژه د کورنيو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۱۰ میلیونه ۷۶۷ زره او ۲۵۰ افغانۍ په لګښت پلې شوې ده. د نوموړي په خبره د کورنيو چارو وزارت په پام کې لري، د هلمند ولايت هغه ټولې ولسوالۍ چې د برېښنا د نه شتون سره مخ دي برېښنا ورته برابره کړي.

وروستي مطالب

عزیزي: ایران سره د صادراتو او وارداتو کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته رسوو

نوي مطالب

پکتیکا کې د ۳ پروژو چارې پيل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور