ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست عملیاتي مسولینو د لومړي ځل لپاره د ۱۴۰۳ کال د امنیتي پلان د چمتو کولو په موخه ګډه غونډه کړې.
ملي دفاع وزارت وایي؛ دغه امنیتي پلان د ستردرستیز اوپراسیون ریاست له لوري چمتو شوی، چې د راتلونکي کال د امنیتي برخې لومړیتوبونو له ټاکلو او صلاحیت لرونکو مسولینو تر منظوري وروسته سیمهییزو قول اردوګانو او د ټولو ولایتونو امنیه قومندانیو او د استخباراتو ریاستونو ته استول کیږي.