د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې ۱۵ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو راخوشې او هېواد ته راستانه شول. یاد کسان له درې ورځو تر اتلسو میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.
کډوالو چارو وزارت وايي، دغه افغانان په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستان د حکومت له لوري بندیان شوي وو.
د کډوالو وزارت وايي، دوی له درې ورځو تر اتلسو میاشتو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په زندانونو کې وو او او تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې تېره ورځ هېواد ته راستانه شول.