تهران ټایمز راپور ورکړی، چې د افغانستان، ایران، هند او ازبکستان استازو د چاه بهار بندر له لارې د ترانزیت د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د راپور له مخې د یادو څلور واړو هېوادونو استازو پرون د هند په مومبی ښار کې په خپله درېیمه کاري غونډه کې د ایران د چاه بهار بندر له لارې د سوداګریزې راکړې ورکړې او د مالونو د ترانسپورت او ترانزیت لپاره د اسانتیاو د برابرولو د ستراتېژیو په اړه خبرې کړې دي. پهدې غونډه دغه راز د چاه بهاربندر مرستیال، د هند د بندرونو او مواصلاتو د وزارت استازو او په هند کې د سرپرست حکومت او د ازبکستان او ایران سفیرانو او ډيپلوماتانو ګډون کړی و. چاه بهار بندر چې منځنۍ اسیا ته د هند او ایران د سوداګریزو مالونو د ترانزیت لپاره مهم بلل کېږي، د افغانستان لپاره چې په وچه پورې محدود هېواد دی هم د کراچۍ له دودیز بندر پرته له منځنۍ آسیا او نورې نړۍ سره د تماس لاره ده.