د کابل ښاوالۍ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ښاریانو ته یې د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو او د ښار د اقتصادي او معیاري ودې په موخه، د کابل – جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د پراختیا او جوړولو چارې پیل کړې دي. دکابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دې مهم سړک لومړۍ برخه د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ پورې ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، په عصري او معیاري بڼه به د څه باندې ۶۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې جوړ شي. د مسوولینو په خبره په دې پروژه کې د لښتيو، پلولارو، ګلدانونو، د بايسکل چلولو کرښو، تمځایونو، د څراغونو نصبول او په سړکونو باندې د کرښو اچول هم شامل دي.