د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د کمپنۍ – برچي نښلوونکي سړک د قیر کولو چارې پیل شوې.
دغه سړک چې له قلعه ناظر څخه د نقاش تر حمام پورې ۲ زره ۲۷۴ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون په پنځمه او دیارلسمه ناحیه کې د جوړېدو په حال کې دی. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسوولینو په وینا؛ اوس مهال د یاد سړک یوه لیکه قیر کولو ته چمتو ده او ډېر ژر به یې دویمه لیکه هم قیر چارو ته چمتو شي او هڅه کېږي، چې د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د پل سوخته سیمې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بل خوا به د سیمې اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي.