داقتصادي کمېسیون غونډه کې د برېښنا اړوند مهمې پروژې تایید شوې

د ریاست ‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې؛ د برېښنا اړوند څو مهمې پروژې تایید شوې دي. د مالوماتو له مخې دې غونډې ته د هرات د پل هاشمي سب سټېشن جوړولو، له نورالجهاد سب سټېشن څخه تر پل هاشمي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ سنګل سرکټ د انتقال لین او په دغه ولایت کې د ۲۲۰کیلوولټ موبایل سب سټېشن پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې تر هر اړخیز بحث وروسته، یادې پروژې د اقتصادي کمېسیون له لوري په پرنسیپ کې تایید شوې او د نظر اخیستنې لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته وړاندې شوې؛ تر څو په اړه یې خپل نظر له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي. د یادولو وړ ده، چې پر یادو پروژو ۲۵ میلیون ډالره پانګونه کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې له ترکمنستان څخه ۱۲۰کیلو ولټ برېښنا هرات ولایت ته وصل شي.

وروستي مطالب

دولایتونو سفر؛که په ملي بستر کې د پاشل شوي ملت د پیوندېدو کامیابه هڅه!

نوي مطالب

فراه کې د اوبو د ۱۱ کوچنيو بندونو رغينزې چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور