روان کال په هېواد کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې بشپړیږي

ټولګټو وزارت وايي، په پام کې ده، چې په روان هجري لمریز کال کې څه باندې ۱۱۰ پراختیايي د څارنې او ستاتنې پروژې بشپړې کړي، چې له منځه یې د کابل – کندهار لویه لار، د افغانستان حلقوي سړک او د سالنګ لویې لارې بیارغونه ده. د دغه وزارت ویاند ټینګار کوي، چې د پراختیايي پروژو بودجه له کورنیو عوایدو تمویل شوې او د څه باندې دوه میلیارده افغانیو په ارزښت د څارنې او ساتنې د ۹۵ پروژو کار پشپړ شوی دی. اخوا د اقتصاد وزارت ډاډ ورکوي، چې د هېواد والو لپاره دغه وزارت هڅه کوي، چې نورې پانګونې هم جلب کړي. شاوخوا یوه اونۍ مخکې د سرپرست حکومت اقتصادي کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه کمېسیون د ملي تدارکاتو له لوري، د لس میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظور شوې دي.

وروستي مطالب

میدان وردګو کې ۵ چکډېمونه جوړ شوي دي

نوي مطالب

دډبرو سکرو عواید به د قوش‌تېپې پر کانال ولګول شي.

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور