په پاکستان کې د سویس سفارت ویلي، له زیانمنو افغانانو سره به ۴.۲۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي. د سویس سفارت ویلي، دغه مرسته یې له پاکستانه ستنېدونکو او د هرات زلزله ځپلو کورنیو ته ځانګړې کړې ده. تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ، چې افغانستان په نړۍ کې یو له خورا پیچلي بشري بیړني حالت سره مخ دی. اوچا وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.