د فراه د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره سلو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رییس محمد نسيم سرهنګ وايي، چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د ۵۳۹ زره ۲۵۰ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. هغه زیاته کړه چې یاده شبکه په لمریزو تختو سمباله ده او هره ورځ سلو کورنیو لپاره اوبه برابروي. سرهنګ د سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د یادې ولسوالۍ په بېلا بېلو برخو کې به ورته پروژې پلې کړي.