د قطر سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان په محرومو سیمو کې لس روغتیایي مرکزونه جوړوي. د دې بنسټ په خبره، دا مرکزونه د لومړنیو روغتیایي خدمتونو رسولو او د مور او ماشوم لپاره د روغتیایي خدمتونو لوړولو په موخه جوړیږي. خبرپاڼه کاږي، دا مرکزونه به هر کال ۲۵۰ زره مېندو او ماشومانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.