لغمان کې د کرکټ لوبغالي رغنیزې چارې پیل شوې دي

کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک پاڼه خبر ورکړی، چې د لغمان ولایت د کرکټ لوبغالي پاتې رغنیزې چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې تر دې وړاندې په دغه لوبغالي کې د اوبو د یو منظم سیستم په جوړېدو سره د اوبو د نشتون ستونزه حل شوې ده. دغه راز اوس په یاد لوبغالي کې د سولري برېښنا سیستم نصب او د چمن زرغونولو کارونه پیل شوي دي. د کرکټ بورډ د خبر له مخې د یادو کارونو تر بشپړیدو وروسته به په نږدې راتلونکې کې د لوبغالي اړوند د اکاډمۍ رغنیزې چارې هم پیل شي.کرکټ بورډ ویلي، چې په یاد لوبغالي کې د پویلین ودانۍ او د نږدې ۲۰۰۰ نندارچیانو لپاره د ناستې چوکۍ د ښار جوړونې وزارت له خوا جوړې شوې دي او پاتې نورې رغنیزې چارې په چټکۍ سره دوام لري.

وروستي مطالب

د فلسطین لومړي وزیر محمد اشتية له دندې استعفا ورکړه

نوي مطالب

له نیمروز ولایت ۸ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور