د ملک سلمان خیریه بنسټ له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د ۱۰۰ ټنه خُرما مرسته وکړه. د یادې مرستې د وېش لړۍ پرون پیل شوه. د سرې میاشتې ټولنې سرپرست ویلي، چې د سعودي عربستان حکومت د ملک سلمان خیریه بنسټ له اړمنو افغانانو سره د مرستې په موخه ۱۰۰ ټنه خرما دغې ټولنې ته وسپارله. نوموړی وايي، دغه مرسته به د کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې پر اړمنو کسانو ووېشل شي. افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له اړمنو افغانانو سره د نورو مرستو ژمنه هم وکړه. دغه مرسته ۱۵ میلیونه افغانۍ ارزښت لري او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې به پر ۱۲۵۰۰ کورنیو ووېشل شي.