له هند سره دافغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو ستونزو له زیاتېدو سره هممهاله، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او هند تر منځ د ۷۷۹ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده، چې ۵۷۹ میلیون ډالره یې صادرات او ۲۰۰ میلیون ډالره یې واردات دي. بل پلو د سوداګرۍ او پانګونې خونه هند د افغانستان د تازه میوو او وچو میوو د پلور لپاره ښه بازار ګڼي او د هند او افغانستان تر منځ د سوداګریزو همکاریو پر زیاتېدو ټینګار کوي. یو شمېر سوداګر وايي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د ودې لپاره د هېواد د هوايي دهلېزونو په ګډون د لا ډیرو اسانتیاوو رامنځته کولو ته اړتیا ده.

وروستي مطالب

یو چینایي شرکت د وچې مېوې پروسس برخه کې پانګونه کوي

نوي مطالب

کندوز کې ۵۰۰کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور