د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اوسپنې پټلۍ ادارې په ګډون له پنځو موسسو سره د یو میلیون ۶۰۰ زره ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د دغو هوکړه ليکونو له مخې به په ځینو ولايتونو کې ګڼ شمېر کسانو ته د تحصيلي بورسونو، انګليسي، کمپيوټر، موبايل جوړولو، خياطۍ، کلچو پخولو او نورو برخو کې د لنډمهاله او منځمهاله زده کړو زمینه برابره شي