د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست لوګر ولایت د سفر پرمهال د دغه ولایت په ۴ ولسوالیو کې د نږدې ۱۷ میلیونو افغانیو په لګښت د جوړو شویو ۷ چکډېمونو پرانیسته وکړه. دغه چکډېمونه د لوګر ولایت په برکي برک، خوشي، خروار او څرخ ولسوالیو کې جوړ شوې دي. د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د خپلې وینا پرمهال ویلي، چې د دې پروژو د پلې کولو موخه د اوبو مدیریت او د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا ده او دغه راز د موسمي سېلابونو د کنترول په برخه کې به هم ګټور رول ولري. دغه چکډېمونه چې په ټولیزه توګه د ۳۶ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، د جوړولو لګښت یې د افغانستان د سرپرست حکومت له بودجې څخه ورکړل شوی دی.