م.م: پاکستان دې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ودروي!

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو له دوام سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په سملاسي ډول د افغانانو د نیولو بهیر ودروي. د پېښور ښار د پولیسو ویاند محمد علم ویلي، چې تېرو شپږو اونیو کې ۶۳۲ ناقانونه افغان کډوال چې قانوني سند یې نه درلود نیول شوي دي. نوموړي ویلي له دې ډلې سلګونه عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي. تېره اونۍ د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ ویلي وو، حکومت یې پلان لري چې د ده په وینا ناقانونه خلک باید د پاکستان له خاورې ووځي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د معلوماتو له مخې پاکستان کې درې اعشاریه اووه میلیونه افغانان میشت دی.

وروستي مطالب

غزنې که دوه سړې خونې جوړيږي

نوي مطالب

په لويديځ د اسلامي نړۍ د مشرانو نيوکه!

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور