د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ ناسته کې ویلي چې د نړۍ هېوادونه دې دوی ته د حکومت دارۍ نسخې نه ورکوي.
نوموړي ویلي، نور هېوادونو باید له دوی سره رسمي چلند وکړي او د چین په څېر دې خپل سفیران افغانستان ته را ولېږي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، سرپرست حکومت چمتو دی چې د پولو د ساتلو په برخه کې له نورو هېوادونو سره په ګډه کار وکړي او د نشهيي توکو په شمول د شریرو عناصرو مخنیوی وکړي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړې، هغه هېوادونه چې د افغانستان په اړه اندېښنې لري، په کار ده چې د افغانستان د واقعي انځور لیدلو لپاره افغانستان ته راشي. په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د یوشمېر هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.