د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور کړل. په دې پروژو کې د غزني د ۱۰۰ بستریز روغتون، د بخش اباد بند انحرافي تونلونو او کمال خان بند د درېیمې برخې د پاتې چارو بشپړولو سربېره د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو بیارغونه او نورې پروژې شاملې دي. اقتصادي مرسیتالۍ ویلي، د یادو پروژو په پلي کېدو سره به سلګونه هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې شي.