د میدان وردګو ولایت په چک، جغتو، سیداباد، نرخ او جلرېز ولسوالیو کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو چکډیمونه د جوړولو چارې پیل شوې.
په یاده پرانیسته کې د کابل سیندیزې حوزې رییس د میدان وردګو ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو د کوچنیو ذخیروي بندونو د جوړولو خبر ورکړ. د میدان وردګو والي وايي، له ژمنې سره سم به په دغه ولایت کې نورې پروژې هم پلې کړي.
د دغه ولایت اوسېدونکي هم دغه ډول پروژو ته خوښ دي او غوښتنه کوي، چې ورته نور چکډيمونه دې هم د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې جوړ شي.
دغه چکډیمونه داسې مهال جوړیږي، چې سږ کال سېلابونو په دغه ولایت کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.