میدان وردګو کې ۵ چکډېمونه جوړ شوي دي

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې د میدان وردګو ولایت په نرخ، چک، جلریز، جغتو، او سیدآباد ولسوالیو کې د ۵ چکډېمونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت د پراختیایي پروژو په برخه کې له ولس سره کړو وعدو ته ژمن دی، چې له امله یې نن ۵ چکډېمونه چې کابو دوه میاشتې مخکې یې د جوړیدو چارې پیل شوې وې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د مالوماتو له مخې د غه چکډېمونه د اوبو او انرژۍ وزرات له بودجې څخه د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي. د چارواکو په خبره راتلونکي کال کې به د میدان وردګو ولایت په دریو نورو ولسوالیو کې هم ورته چکډیمونه جوړ شي.

وروستي مطالب

تهدید داعش؛ همکاری ایران-افغانستان-تاجیکستان

نوي مطالب

روان کال په هېواد کې د دوه میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې بشپړیږي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور