د فرانسې جمهور رییس امانول مکرون نایجیریا کې له نظامي کودتا وروسته د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې فرانسه له دې هېواد څخه خپل ځواکونه باسي. مکرون دغه راز ویلي؛ په نایجیریا کې دفرانسې سفیر، چې د یاد هېواد ځواکونو له لوري د فرانسې په سفارت کې زنداني و له نایجيریا څخه وتلی دی.