ننګرهار کې سېلابونو درانه مالي زیانونه اړولي دي

د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مومندرې او لعل پورې ولسوالیو کې د سیلابونو له امله د هزارناوه، ډکې، باسول، غزګي او نوروسیمو کې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي. د مومندرې ولسوالۍ امنیتي مسوولینو ویلي، چې د تېرې شپې سېلابونو له امله د یادې سیمې شاوخوا ۳۰ کورونه ویجاړ او یوشمېر کورنۍ بې کوره شوي، چې لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه راز د مومندرې امنیه قومندانۍ مسوولینو زیاته کړې، چې دغو ورښتونو او سېلابونو د شاتو مچیو ۶۰۰ صندوقونه هم له منځه وړي دي.

وروستي مطالب

وروستیو ۵ میاشتو کې افغانستان د جلغوزیو له صادراتو ۸ میلیون ډالر ترلاسه کړي

نوي مطالب

د بدخشان کې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور