د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په نورستان ولایت کې یې د ۵۸ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي. د دغه وزارت ویاند ویلي، چې دغه ۵۸ پروژې د یونفس دفتر په مالي ملاتړ د ۶۲ میلیونو افغانیو په لکښت د نورستان په دواب ولسوالۍ کې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مالوماتو له مخې په دغو پروژو کې د ۴۳ نویو او ویجاړ شویو سړکونو بیارغول او د اوبو د ۱۵ کانالونو بیا رغول شامل دي. د یادولو وړ ده، چې په یادو پروژو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او دغه راز په بشپړېدو سره يې په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې دي.