د نیمروز د ټولګټو رياست مسوولین د دغه ولایت مرکز د زرنج ښار په شمال کې د ټولګټو وزارت په مالي ملاتړ د سرشیلې سړک د رغولو د چارو د پیل خبر ورکوي.
د یاد ولایت د ټولګټو رییس جان محمد وايي، چې یاد سړک د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي او ۸ مترو سور سره په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي.
نوموړي د يادې پروژې په اړه ویلي، چې له يو کال ځنډ وروسته، د سرشېلي د لویې پله پاتې چارې ٦ مياشتې مخکې پیل شوې وې او اوس د دغه پله د سړک جوړولو چارې پیل شوې دي چې په ټولیزه توګه ۲۳۱ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راځي.