د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، چې لسو روسي او اندونيزيايي سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړى دى. د دغه رياست د ګرځندوى آمر رحمت الله محمدي وايي، چې په دغو سيلانيانو کې ۵ له روسيې او ۵ نور د اندونيزيا هېواد وګړي دي. نوموړی زیاتوي چې دوى په دغه ولايت کې د بهرنيو سيلانيانو لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي او اوس هرات د ګرځندوى لپاره مناسب ځاى دى. هرات ته د دغو لسو بهرنيو سيلانيانو سفر په داسې حال شوی چې دوه ورځې مخکې پنځو روسي، ايراني او کاناډايي سيلانيانو هم هرات ته سفر کړى و.