ــ ډېره عجیبه ده ، د کنفرانس نوم ((د هرات امنیتي ډیالوګ ))دی ، خو جوړېږي په تاجکستان کې ؟ دا یوولسم ځل دی چې د هرات د امنیتي ډیالوګ د جوړوونکو له خوا دا ډول کنفرانسونه جوړېږي ، نور یې په هرات کې وو ، خو دا دوه یې په تاجکستان کې دایر شول . دا وروستی یې د تاجکستان په دوشنبه کې د دوشنبې پر ورځ پیل شو.
ــ د دې کنفرانس نتیجه هم مخکې تر مخکې معلومه ده چې کومه نتیجه نه لري ، خو یو څو ټکي پرې باید ځکه ولیکل شي ، چې د دې ډول خلکو له نیتونو او شخصیتونو له حال او ماضي څخه یو شمېر ناخبره خلک خبر شي.
ښاغلی داود مرادیان د دې کنفرانس تر شا ولاړ دی او ډاکټر دادفر سپنتا بیا د مرادیان تر شا لاس لري، د دوی دواړو تر شا بیا هغه موسسات او استخباراتي کړۍ ولاړې دي چې هغوی افغانستان ته ښه نېت نه لري، دلته یو سست ، بې ثباته، نامتمرکز او اقلیت محوره حکومت غواړي، په هر ډول چې وي دوی هڅه کوي د یو اکثریت محوره حکومت د جوړېدو مخه ونیسي. له پښتو ژبې ، پښتنو او ملي هویت سره دښمني د دوی د ستراتیژیکو هدفونو له جملې څخه دي ، نو ځکه خو یې د دې کار لپاره د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونه هم جوړ کړي دي. داود مرادیان، داکتر سپنتا، چنګېز پهلوان، عسکر موسوي او نور ، افغانستان د ایران د تمدن یو حوزه ګڼي او افغانستان کې د پښتني او په ټوله کې د افغاني فرهنګ زغمل ورته تر هر بل کاره ډېر سخت تمامېږي.
داود مرادیان په انګلستان کې خپلې منځنۍ زده کړې پیل کړې او د دوکتورا تر کچې پورې یې ورسولې ، په انګلیسي ژبه ښه پوهېږي او بهرنیو کړیو سره نږدې مناسبات لري ، همدې مهارتونو هغه د دې جوګه کړ چې د خپل (( ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یا انستتیوت )) لپاره ډېر فنډ تر لاسه کړي.
ډاکټر مرادیان په تېر جمهوریت کې یو وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې مشاور او بیا د یاد وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس و، د ډاکتر سپنتا او د هغه وخت د حکومت د نورو افغان ضد کړیو له پوره ملاتړ او نازه برخمن و، حکومتي دنده یې په کابل کې وه ، خو زړه یې په تهران کې و ، لکه اوس یې چې د کنفرانس نوم د (( د هرات امنیتي ډیالوګ )) دی ، خو غږېږي او جوړېږي ، د تاجکستان په دوشنبه کې.
د دوشنبې په دې امنیتي کنفرانس کې اکثره هغه اشخاص راټول شوي چې خپله د امنیت ضد دي ، دوی د افغانستان له جوړښت ، ماهیت او محتوا سره مخالفت لري ، خو زموږ د ولس لویه برخه بیا له دوی څخه کرکه او نفرت لري . دوی نه ملي بیرغ مني ، نه ملي سرود او نه هم ملي هویت ، خو یو نیم ځای چې د ملي بیرغ خبره کوي هغه یوازې په دې خاطر کوي چې پر افغانستان باندې د موجوده واکمنۍ پر وړاندې خپله کینه له یو بل لیدلوري څرګنده کړي ، نو هغه اشخاص او ډلې چې د ټول هېواد ملي هویت نه مني ، د هغوی له خولې د ملي بیرغ د داعیې پورته کېدل له څرګند منافقت پرته بل څه نه دي. دوی د کوم ملت او کوم هېواد خبره کوي ؟ هغوی چې په ملت کې یې پنځه تنه په خوله پیاز نه خوري او په ټول هېواد کې د پښې ایښودلو ځای نه لري ، هغوی ته د دې صلاحیت چا ورکړ چې د یو غیور ملت د برخلیک په اړه د یو نیمه دښمن هېواد په غېږه کې خبرې اترې او ډیالوګ پیل کړي.
انسان که هر څومره ذلیل ، حقیر او فقیر شي ، نو بیا هم یو ځل باید له خپل وجدان سره مشوره وکړي ؛ دې اشخاصو کې اکثره هغه اشخاص شامل دي چې وزارت یې کړی، ریاست کړی ، وکالت یې کړی ، خیانت کړی ، منافقت یې کړی ، سفارت یې کړی ، ولایت یې کړی ، رزالت یې کړی ، جنایت یې کړی ، فساد یې کړی ، رشوت یې اخیستی دی ، نور نو کوم کار پاتې و چې د دوی لاس ورته رسېدلی وي او دوی خپل لاس نیولی وي !؟ که دوی وايي چې نه موږ له یوې مخې خدمت کړی ، نو که خدمت هم و همدومره بس دی ، شل کاله مو خدمت وکړ ! اوس نور راحت وکړئ ، دا مظلوم ملت خپل حال او خپل کار ته پرېږدئ! زه د دې کنفرانس په ګډونوالو کې داسې اشخاص هم پېژنم چې که چېرې د ایران ، تاجکستان او افغانستان تر منځ پوځي شخړه پېښه شي او له دوی څخه د ملاتړ پوښتنه وشي ، نو د دوی رایه به د افغانستان پر ضد یا د ایران او یا هم د تاجکستان په ګټه کارېدلې وي ، خو بیا هم همدا اشخاص راځي او زموږ د ګران هېواد پر برخلیک بحث کوي ، څوک د جګړې اور ته لمن وهي ، څوک نور جنګ ته رابولي او څوک بیا غواړي د کورني نفاق لمبې بلې کړي ، که جنګ مو دومره خوښ وي ، د عوامو په اصطلاح د نر زامن شئ ، خپله ورته راودانګئ، چې دا درته معلومه جګړه څومره خوند لري؟ نو چې دومره جنګیالي او توریالي وئ ، نو بیا مو ولې د جنګ له ډګره پښې سپکې کړې؟
دا غونډه اصلاً د سیکولرو او ان مذهب ضد ستمیانو له خوا جوړه شوې ده ، په حقیقت کې د جمعیتي او سیکولرو ستمیانو یو ترکیب دی. دوی بیا په تېرو لسیزو کې د دې پخه تجربه تر لاسه کړې ده چې دې ډول غونډو ته د قومي تناسب د نسبي تمثیل لپاره څنګه دوه رګه ، درې رګه ، څلور رګه او بې خاصیته پښتانه تشخیص او دعوت کړي ، یو شمېر طلاقیانې بیا د ښځو د حقونو د اعادې په نوم دې ډول غونډو ته راوبولي او دنیا ته وښيي چې دا دی د هر قوم او هر نسب بې نسبه شخصیتونه (! ) حضور لري .
هېڅوک هم نه شته چې له ښاغلي مرادیان څخه و پوښتي چې د تېرو لسو یولسو دا ډول کنفراسونو مالي لګښت څومره وو او د کوم کورني او بهرني بنسټ له خوا دې برابر کړی و؟ایا دا ډول بې نتیجې غونډې پر دومره لکښت ارزي ؟ هغه بنسټونه کوم او څوک دي چې د افغان ولس لومړیتوبونه نه تشخصیوي او د افغان ملت په نوم افغان ضد اشخاصو ته پیسې ورکوي ؟ که د ښاغلي مرادیان په اوړو کې شګه نه وي ، نو د دې کنفرانس او همدارنګه د نورو تېرو کنفرانسونو ټولو لکښت او د تمویل سرچینې دې ولس ته روښانه کړي . یو بل مهم ټکی چې په دې منځ کې د یادونې وړ دی ، هغه دا دی چې له اوسنیو چارواکو څخه هم خلک خپلې غوښتنې لري ، نیوکې هم پرې لري ، د ستړیا احساس هم کوي ، په تېره بیا د ښځو د تعلیم او کار په باب د ولس غوښتنو ته اوسني چارواکي هېڅ ډول منطقي ځواب نه لري ، خو د امنیت ، نوې جوړونې او بیا رغونې په برخه کې موجوده امکاناتو ته په پام سره ، د دوی یو زیات شمېر کارونه د تایید وړ دي . له اوسنیو چارواکو څخه ګیله او خوابدي په هېڅ ډول په دې مانا نه ده ، چې خلک دې پخوانیو غلو ته ترجیح ورکړي او هغوی ته دې پناه یوسي ، د اوسنیو چارواکو تر ټولو غټه بریا همدا ده چې وطن یې له غلو ، فسادګرو ، جنګسالارانو ، تجزیه غوښتونکو او لوټمارانو پاک کړ او داسې یې پسې جارو کړل چې اوس په ټول هېواد کې د پښې ايښودلو ځای نه لري.
که اوسني چارواکي غواړي د جنګسالارانو له منافقت او تبلیغاتي جنګ څخه هم بېخي بېغمه شي ، نو ښه به وي چې په لومړي ګام کې د ښځو د تعلیم او کار غمه وخوري ، د ښوونځیو او پوهنځیو بندې دروازې د هغوی پر مخ پرانیزي، بیا د ملي بیرغ موضوع هم د ولس په خوښه حل کړي ، د لویې جرګې او نورو قانوني میکانیزمونو له لارې خپل حکومت ورو ورو قانومند ، ولسخوښی او متتخب کړي ، که دا کار وکړي نو تر ټولو زیاته ګټه به یې خپله اوسنیو چارواکو او بیا ولس ته ورسي او تر ټولو زیات درد او زیان به یې دغه ډول پخوانیو غلو او هېواد ضد ډلو ټپلو ته ورسي، چې د خپل حاکمیت پر وخت یې د ښځو پر عزت تېری کاوه، ملي هویت او ملي بیرغ یې نه مانه ، لوټ او تالان یې اصلي مشغولا وه ، خو اوس تر ټولو دمخه د ښځو د تعیلم ، حقوقو ، ملي بیرغ او نورو ملي شعایرو د اعادې کاذبې چغې وهي.څوک چې د افغانستان پر درد دردېږي ، هغوی د دې لیکنې پر محتوا ښه پوهېږي.

لیکوال: پروفیسور محمد اسماعیل یون