د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت د پنبې د پروسيس او د غوړيو، کنجاړې او صابون د توليد کارخونه جوړه شوه. ياده فابريکه کې ۲۰۰ کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه هم برابره شوې ده.
په هلمند کې ۷۰ بېلا بېلې کارخونې فعالې دي چې ۴۹ پکې یوازې د پنبې د پروسیس دي.