د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوی مشر نصیب خان هلمند ته د خپل سفر پر مهال ژمنه کړې چې د یاد ولایت د کرکت لوبغالي پاتې چارې به پیل کړي. د نوموړي په وینا، په نږدې ورځو کې به د کرکټ لوبغالي لېول کاري، د دوه وېکټو ترڅنګ به درې وېکټو، سایډ سکرین، سکوربوډ، د اوبه سېسټم ترڅنګ نورې چارې هم پیل کړي. هغه همداراز ژمنه کړې چې د نندارچیانو د ناستې ځای سربېره اکاډمي او د دویم ځل لپاره د لوبغالي لېولکاري هم بشپړه کړي.