د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د دغه ولایت د مرکز په ګډون یو شمېر ولسوالیو کې د ٦ شنو خونو د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شنو خونو مسوول انجنیر امان الله تسکین ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه، نوزاد، موسی کلا، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې د يو میلیون افغانیو په لګښت شپږ شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د سیمې بزګرانو دې ته ورته د نورو کرنیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه هم کړې ده.