د برېښنا شرکت د برېښنا رسولو هغو پروژو د کار له پيل څخه خبر ورکوي، چې په تېر حکومت کې د یو شمېر ډونرانو له لوري نیمګړې پاتې شوي دي. د برېښنا شرکت ویاند وايي، چې د برېښنا انرژۍ د تولید لپاره له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې په موخه پنځه کلنه طرحه چمتو کړې ده. د دغې طرحې له مخې په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د اوبو، باد او لمر له انرژۍ څخه ګټه اخیستل شاملیږي. له دې سره یو شمېر کارپوهان وايي، له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې سربېره باید له ترکمنستان هېواد څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه لین د لېږد کاسا ۱۰۰۰ او ټاپي پروژې کارونه پيل شي، څو افغانستان وکړای شي، دانرژۍ تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسیږي.