د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله ۱۵ تنه مړه او نږدې ۳۰ تنه ژوبل شوي دي. دغه راز شمېرې ښیي چې په وروستیو څو ورځو کې د واورې د ورښت او یخنۍ له امله نږدې لس زره څاروي هم مړه شوي دي. له دې سره سم، سرپرست حکومت وایي زیانمنو په ځانګړې توګه د څارویو لرونکو ستونزو د هواري په موخه یې د بېلابېلو وزارتونو مسوولینو کمېټه جوړه کړې. تر دې مهاله سرپرست حکومت د وروستیو ورښتونو له امله د مرګ ژوبلې او څارویو ته د اوښتو زیانونو په اړه وروستي مالومات نه دي شریک کړي خو اټکل کیږي چې په نږدې راتلونکي کې د مرګ ژوبلې او د تلف شویو څارویو شمېر تر دې هم زیات شي.