د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ”د نن نیالګی؛ د راتلونکي هوساینه“ تر سرلیک لاندې د نیالګي اېښودو ملي کمپاین د کابل په بادامباغ څېړنیز فارم کې د حکومتي مسولينو په ګډون پرانیست.
په دې اړه جوړې شوې غوندې کې د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال او د کرنې وزارت کفیل مولوي بازمحمد فیضان، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان «حاجي سالم»، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د شکایتونو د اورېدو مرستیال مولوي سعید احمد شهیدخېل، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمد الله فطرت، د پکتیکا مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت، د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو رییس مولوي عبدالاحد خلیل، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د طبیعي میراثونو رییس مولوي عبدالحمید صافي، ګډون او د نیالګي اېښودو او د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت خبرې کړي.
مولوي عبدالاحد خلیل ویلي؛ د کرنې وزارت سږ کال له ۱۶ میلیونو ډېر نیالګي برابر کړي، چې په ټول هېواد کې به کېنول شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې دي.
مولوي بازمحمد فیضان په خپلو خبرو کې ویلي؛ اوس د هېواد د ودانولو وخت دی او اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې د اوبو مدیریت، د ځنګلونو بیارغونه او د کرنې پراختیا په برخو کې پراخې هڅې کړي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د غلو-دانو او غوښې تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی.
مولوي صدراعظم عثماني د نیالګي اېښودو ارزښت ته په اشارې د لوړو زده کړو، پوهنې، ارشاد، حج او اوقافو وزارتونو څخه یې غوښتنه کړې، چې خلک دې مهم کمپاین ته وهڅوي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اکسیجن تولید، د هوا د ککړتیا کمولو، د خاورې د تخریب مخنیوي او اقلیمي بدلونونو کنټرول په برخو کې د نیالګي اېښودو رول ته اشاره کړې.
همداراز مولوي سعید احمد شهیدخېل له خلکو غوښتي، چې د هېواد د ابادۍ په بهیر کې ونډه واخلي، او مخدوم عبدالسلام سعادت د ځنګلونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی.
د یادونې وړه ده، چې د کرنې وزارت او د قوریهدارانو اتحادیې د دې کمپاین لپاره میلیونونه مثمر او غیرمثمر نیالګي برابر کړي، چې د ټول هېواد په کچه به کېښودل شي.