وروسته له دې مسافر وړونکي موټر د بار لېږد اجازه نه‌لري

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې له دې وروسته مسافر وړونکي موټر د بار لېږد اجازه نه‌لري. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د تخنيکي خدمتونو خونديتوب رياست د تخنیکي انجنیرانو له لوري د مسافرو د خوندیتوب او د مسافر وړونکو موټرو د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په پار د کابل په ټولو ترمینلونو کې مسافر وړونکو موټر چلوونکو ته لارښوونه شوې چې د يادو موټرو په منځ او د موټر په چت باندې د بارونو له لېږده ډډه وکړي. همدا راز دغه وزارت ویلي چې د کابل کمپنۍ او پایتخت ترمینل کې د مسافر وړونکو موټرو د چک او کنټرول پروسې په بهير کې له ځینو مسافر وړونکو بسونو څخه اضافي او غیر معیاري چوکۍ هم لرې کړل شوې دي.

وروستي مطالب

څه باندې ۳ زره افغان کډوال له ايرانه هېواد ته راستانه شول

نوي مطالب

د کورنیو چارو وزارت له لوري د غزني د اندړو او ناوې ولسوالیو لپاره ودانۍ جوړیږي.

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور