پاکستان او بحران…. ؟

لیکوال: خالق یار احمدزی
څو ورځې کیږي چې ګاونډي هیواد (پاکستان) کې د ولسي خوځښت، حکومت او پوځ تر منځ د شته اختلافاتو له امله د لاریونونو، فزیکي شخړو او نورو اختلافاتو تونده څپه پیل شوې او د لوی ناورین د رامنځته کیدو احتمال ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو ده.
پاکستانۍ اداره چې له آره یې پوځ د پردې تر شا ټولواک بلل کیږي، اوس یې په ولسي کچه هم محبوبیت له لاسه ورکړی او سیاسیون هم هغه ویره نه ترې لري، کوم به یې چې ترې پخوا احساس کوله.
ښایي لامل یې د پوځ په قدرت کې د توانایي کمبود او د شته مالي فسادونو ترڅنګ په بربنډه توګه په حکومتي چارو او نورو سیاسي اختلافاتو کې کیوتل وي، هغه هدف چې یو وخت همدې مقتدر پوځ د پردې تر شا تعقیباوو، اوس یې ښایي په بربنډه مداخله کې تر لاسه نه کړي.
یا هم د اوسني حالت لامل د ځینو بهرنیو کړیو په توسط د سیاسیونو +پوځ او نورو لوریو ترمنځ، د کومې مرموزې لوبې مخته وړل وي، څو په دې پلمه، نړیوال د خپل مخ پر ځوړ اقتصادي کندو ډکیدو ته راوبولي.
که څه هم جمهوري یا دیموکراتو نظامونو کې د ولسونو له شورماشور او هیجان څخه سیاسي استفادې کیږي؛ خو دغه هیواد کې د ولسي پاڅونونو او په حکومتي جنجالونو کې مخامخ د عامو خلکو دخالت هم کومه عادي خبره نه ده؛ چې د داخلي ابعادو تر څنګ د مقتدرو هیوادونو د مخفي لاسونو غمازي کوي.
دغه هیواد چې د تهداب خښته یې په په همدې ستونزو ایښوودل شوې او د مذهبي ازادیو تر څنګ په کې د هیڅ راز ازادي کمی نه تر سترګو کیږي، خو په سیاسي آزادیو کې یې د مقتدر پوځ پر وړاندې د اصلاح خبره آن د دغه هیواد لوړ پوړي چارواکي هم نه شي کولای.
که له داخلي ابعادو یې یو قدم مخته ولاړ شو، دغه هیواد کې د سیمې مقتدر هیوادونه خپلې ګټې غواړي، خو د امریکا او اروپايي هیوادونو استخباراتي کړیو نفوذ تر هغې کچې دی، چې په لوړه کچه، خپلمنځي اعتماد هم ترې په ټولییزه توګه کډه وړې ده.
که په پاکستان کې د عمران خان په ننګه ولسي خوځښت کامیاب شي، یا هم اوسنی حکومت د مخالفینو په ځپلو وتوانیږي، مونږ ته یې ګټې او تاوانونه یو ډول جوت ښکاري او تعامل به مو له هر واکمن سره اوسنی وي.
مونږ د هر ګاونډي د ثبات غوښتونکي یو او دا زمونږ په ګټه نه ده چې د هغوی د بې ثباتي له کبله زمونږ هیواد ته د نا امني سپرغۍ بیا را ورسیږي.
البته، مونږ ته داسې مقتدر باثباته ګاونډی هم له ضررونو خالي نه دی، چې د خپل قوي ثبات له امله د ګاونډیانو لپاره ناوړه فکر ولري او بیرته مونږ ته درد سر جوړ کړي؛ یا په بل تعبیر، یوځل بیا په مونږ کې د خپلو ګټو د حصول خوبونه ګوري.
هو! که اوسنی پاکستان چې د لومړي مسلمان هیواد په توګه اتوم بم لرونکی دی؛ د سقوط په ګړنګ ودریږي، ښایي تاوانونه یې ټول لوري وګالي.
د پاکستان علماء، چې ددغه هیواد په خپلواکي اخیستو کې یې غوښنه ونډه درلوده، او اوس چې د سیخ او کباب دواړو د نه سوځیدو په تکل سیاست کوي، اړینه ده چې د ریښتیني او واقعي اسلامي زعامت لپاره مټې را بډ وهي؛ مسؤلینو ته دې واقعي زعامت ور وښیي او د ګاونډیانو حقوقو ته د درناوي هنر دې ور وښیي؛ کنه نو د دې بیړۍ د چپه کیدو لومړۍ قرباني به سبا همدا دیني قشر ور کوي، چې پرون یې د اسلام آباد او برباد په شعارونو کې سره ورک ول.
مونږ افغانان باید یواځې ددې سیالیو ننداره چیان و اوسو، نه یې د کوم لوري ننګه وکړو، نه یې پر وړاندې و دریږو؛ ځکه هر واکمن به یې همغه مدونه پالیسي زمونږ پر وړاندې تطبیقوي، کومه چې پخوا کښل شوې ده.
البته که د افغانستان پر وړاندې دا اړو دوړ یوه پلمه وي، نو ملت باید وپوهیږي، چې نه پاکستان په هغه پخواني موقف کې دی، چې داسې یو خیال وکړي او
هم په افغانستان کې داسې يوه واکمني راغلې، چې مستقله ده ، ديني-ملي اجنډا مخته وړي ، ملي ګټې ورته اولویت لري او په بهرنيو اړيکو کې د هېوادونو په داخلي امورو کې مداخله ردوي .
په دې واقعيت ټول همسايه ګان او نړۍ پوهيږي.

وروستي مطالب

چين: غواړو له اسټرالیا سره د رغنده سلامشورو له لارې اقتصادي او سوداګریز مسایل حل کړو

نوي مطالب

نړیوال بانک د ۲۰۲۳ز کال لومړۍ ربعه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت مثبت ارزولی دی

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور