رویټرز خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې پر اسراييل د ایران توغندیز بریدونه پایته رسېدلي دي. تر دې وړاندې تېره شپه سپاه پاسدران ویلي و که اسراييل ځوابي برید وکړي نو تر دې به له سخت برید سره مخ شي. د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان هم ویلي، اسراييل ته یې قاطع ځواب ورکړی دی. د راپورونو له مخېایران پر اسراييل ۱۸۰ توغندیز بریدونه کړي چې د تهران د ادعا پر بنسټ ډيری یې پر هدف لګېدلي دي. د اسراییل د پوځ ویاند بیا رسنیو تایید کړې چې توغندي د اسراییل په مرکز او سويل کې لګېدلي خو د مرګژوبلې په اړه یې مالومات نه دي ورکړي.