د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان په ۲۱م ګذر کې د قلعه سرور سیمې د سړک کانکرېټ کولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه سړک چې ۷۵۰ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، پاتې شل سلنه چارې به یې هم تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د یادولو وړ ده، چې دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه طرحه شوې ده.