کابل ښاروالي وايي،پنځمې امنیتي حوزې ته څېرمه سړک څخه يې کانکریټي خنډونه لیرې شوي او اوس دغه سړک د عامو خلکو پر مخ پرانیستل شوی دی. دوي زياتوي د تېرو دوو کلونو په بهیر کې د کانکریټي خنډونو د کابل ښار له سلو څخه زیات بند شوي سړکونه له هر ډول خنډونو پاک کړي چې،په پایله کې یې د یوه خوندي او سوله ییز راتلونکي په لور د ښاریانو هیلې زیاتې شوي دي.
دغه راز له تخنيکي څېړنو وروسته به پاتې نور بند سړکونه له غير ضروري خنډونو پاک او د ټولو خلکو پر مخ به پرانيستل شي.