د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، چې یاد ریاست په تېر یوه کال کې ۳۶۲ زره ۹۷۷ ډالرعواید راټول کړي دي.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري ویلي، چې یاد ریاست په تېر۱۴۰۲ لمریز کال کې د زمردو د پلور د حق الامتیاز له درکه ۳۶۲ زره ۹۷۷ ډالر عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. د یادونې وړ ده، چې همدا اوس په یاد ولایت کې پرڅه باندې د ۵۰۰ کانونو د استخراجولو چارې دوام لري.