پنجشېر کې سل هکتاره نوی ځنګل جوړ شوی دی

د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې سږ کال یې په دغه ولایت کې ١٠٠ هکتاره نوی ځنګل جوړ کړی دی. د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولینو وایي، چې په دغه ځنګل کې د روسي بېد، غوزان، بادام، انار، انغوزې او نور مېوه لرونکي او بې میوې نیالګي کېښودل شوي. د مسوولینو په خبره پنجشیر کې د ځنګلونو قاچاق او پرېکول منع دي، او د تطبیق لپاره په مرکز او ولسوالیو کې محافظتي ټولنې جوړې شوي دي. بلخوا د یاد ولایت ځایي چارواکو د هېواد طبیعي ځنګلونه د ملي شتمنیو ستره برخه بللې او د ساتنې لپاره یې د جدي اقداماتو ډاډ ورکړی دی.

وروستي مطالب

هرات کې د خطاطۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

نوي مطالب

بلخ کې د څلورو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې دي

نظر پري وکړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر مشهور