د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د تېرو ۳ کلونو په اوږدو کې ۳.۷ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. یاد وزارت دغه راز د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) هغه راپور هم رد کړی چې ویلي و په تېرو شاوخوا څلورو کالو کې اته میلیونه افغانان له هېواده وتلي دي. یاد وزارت ویلي، چې له ۴۰ کالو وروسته لومړی ځل دی چې هېواد ته د کډوالو د بېرته راستنېدنې بهیر چټک شوی دی.له دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي و چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اتو میلیونو افغانانو هېواد پرېښی دی. یاد سازمان ویلي و، چې له دې ډلې یو میلیون یې اروپايي هېوادونو او ۸۵ سلنه نور یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.