د ازموینې ملي اداره وايي، چې په شپږو ولایتونو کې د شپې په پوهنځیو کې د شمول لپاره یې له شاوخوا ۱۶۰۰ کسانو ازموینه اخیستې ده. د باختر آژانس د راپور له مخې، دغه آزموينه په کابل، بلخ، بدخشان، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې له ۱۵۹۳ کسانو اخيستل شوې ده. په دې آزموينه کې د نجونو د شموليت په اړه څه نه دي ويل شوي. دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه کاله کيږي چې د نجونو پر مخ منځني ښوونځي، ليسې او پوهنتونونه د نجونو پرمخ تړل شوي دي.